ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله سید مجتبی حسینی خامنه اي د حضرت امام خمیني د ۳۷ تلین په مناسبت پخپل کې پیغام کې وفرمائيل؛ د دښمن له ترکیبی جنګ سره د مقابلې یوازینۍ لاره د وحدت، مقاومت او د متقابل اعتمال ساتل دي.
د خبر لمبر: 3492867 خپرونې تاریخ : 2026/06/04
ایکنا ـ د تهران ښاروالۍ د ټولنیزو او فرهنګي چارو مرستیال ویلي چې د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي د جنازې مراسم به په تهران، قم او مشهد ښارونو کې ترسره کېږي، او په پلازمېنې تهران کې له ۱۵ تر ۲۰ میلیونو کسانو د ګډون لپاره چمتووالی نیول کېږي.
د خبر لمبر: 3492866 خپرونې تاریخ : 2026/06/03
پارس ټوډې – د ایران د سرطان انسټیټیوټ روغتون، چې له ۶۱۰ څخه د ډېرو ناروغانو د بستري کېدو تختونه لري، په تهران کې د لوېدیځې آسیا د سرطان د درملنې تر ټولو ستر روغتون په توګه پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3492865 خپرونې تاریخ : 2026/06/03
ایکنا - د پاکستان په اسلام اباد کې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر بنسټګر د رحلت د کلیزې د لمانځنې مراسم ترسره شول. ویناوالو د مظلومو ملتونو د دفاع او د ظلم پر ضد د مبارزې په برخې کې د حضرت امام خمیني (رح) د انقلابي او د اتحاد او یووالي رامنځته کوونکې روحیې ستاینه وکړه او ټینګار ئې وکړ چې د ایران د ملت عزت او سرلوړي د حضرت امام خمیني (رح) پامته داره ده او د اسلامی انقلاب د شهید رهبر حضرت امام خامنه اي پاکې وینې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د ایران د مقاومت قدرت لا زیات کړی دی.
د خبر لمبر: 3492864 خپرونې تاریخ : 2026/06/03
ایکنا- د حج په شپو ورځو کې د حاجیانو د لېږدولو پر مهال د یوه مصري ګاډي چلوونکي د قرآن کریم تلاوت د ټولنیزو چینلونو د کاروونکو له پراخ هرکلي او ستاینې سره مخ شوی دی.
د خبر لمبر: 3492863 خپرونې تاریخ : 2026/06/03
ایکنا- د اوقافو او خیریه چارو د سازمان د مشر حجتالاسلام نوريزاده په حکم د ایران د قرآن کریم د ۴۲ او ۴۳ نړیوالې سیالیو د ترسره کونکې کمیټې د مشر په توګه وټاکل شو.
د خبر لمبر: 3492862 خپرونې تاریخ : 2026/06/03
ایکنا - د الازهر نړیوالې اکاډمۍ د «اوسمهاله مبلغ د چمتو کولو» په روزنیز کورس کې د ګډون کوونکو بهرنیو امامانو او مبلغانو لپاره د مصر د «فسطاط» سیمې د اسلامي او مسیحي تاریخي آثارو د میداني لیدنې پروګرام ترسره کړ.
د خبر لمبر: 3492861 خپرونې تاریخ : 2026/06/03
ایکنا- د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، ، په جلا جلا ټیلیفوني خبرو کې د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر محمد اسحاق ډار او همدارنګه د پاکستان د پوځ دټولو قواؤ له ستر قوماندان فیلډ مارشال عاصم منیر سره د سیمې د بدلونونو او د اوربند اړوندو بهیرونو په اړه خبرې او سلا مشورې وکړې.
د خبر لمبر: 3492860 خپرونې تاریخ : 2026/06/02
ایکنا- الکوثر نړیوال ټلوېزیوني چینل به د «إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا» د قرآني سیالۍ د نولسم پړاو وروستۍ مرحله د غدیر د نېکمرغه اختر په شپه په ژوندۍ بڼه خپره کړي.
د خبر لمبر: 3492859 خپرونې تاریخ : 2026/06/02
ایکنا- د مسجدالحرام او مسجدالنبي(ص) د دیني چارو ادارې د «حرمین» په نوم د قرآن کریم د تلاوت د مجازي زدهکړې اپلېکېشن په آنلاین بڼه د صحیح قرائت د زدهکړې لپاره پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492858 خپرونې تاریخ : 2026/06/02
ایکنا- د غدیر د نېکمرغه اختر په رارسېدو سره به د غدیر بیرغ په نجف او نورو ښارونو کې د عراق په سپېڅلو زیارتونو، مبارکو مزارونو، بنسټونو او مذهبي هیئتونو ، او همدارنګه د نړۍ په ۱۵۰ بېلابېلو سیمو کې پورته او ورپول شي.
د خبر لمبر: 3492857 خپرونې تاریخ : 2026/06/02
ایکنا- پزشکیان د نړیوالو اړیکو په برخه کې د ایران د مسؤلانه دریځ په یادولو سره وویل؛د ایران اسلامي جمهوریت تل د ډیپلوماسي د موجودو ستونزو د حل تر ټولو اغېزشیندونکې لاره بللې ده، خو له بده مرغه ځینو اړخونو، په ځانګړي ډول امریکا، د خپلو ژمنو په ماتولو او همدارنګه د صهیونیستي رژیم د بېثباته کوونکو اقداماتو له لارې، ډیپلوماټیک بهیرونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
د خبر لمبر: 3492856 خپرونې تاریخ : 2026/06/02
ایکنا - د مصر د مدیریّت او منظمونې ادارې د الازهر د ۴ زره او ۵۱۷ قرآن ښوونکو استاذانو لپاره د ځانګړې سیالۍ د ګډون کونکو د غوښتن لیکونو د ترلاسه کولو بهیر پیل کړی دی.
د خبر لمبر: 3492855 خپرونې تاریخ : 2026/06/01
ایکنا۰ د اسلامی انقلاب شهید رهبر په خپلو څرګندونو کې د «مائده» مبارکې سورې د درېیم آیت «اَلیَومَ یَئِسَ الَّذینَ کَفَروا مِن دینِکُم...» ته په اشارې سره د غدیر د پېښې قرآني تفسیر بیان کړی دی .
د خبر لمبر: 3492854 خپرونې تاریخ : 2026/06/01
ایکنا- د «هدی» نومې د نهم نندارتون مشر وویل: «په دغه نندارتون کې له سلو څخه زیات د ایراني ـ اسلامي قالیو او جامو تولیدوونکي او فعالان ګډون کوي او خپل محصولات به لږ تر لږه په ۲۰ سلنه تخفیف سره لیدونکو ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3492853 خپرونې تاریخ : 2026/06/01
ایکنا- د امریکا ولسمشر د شیکاګو ښاروال او پاپ لئو څوارلسم ترمینځ لیدنې ته په اشارې سره، پر دواړو د ایران پر ضد له پوځي بریدونو سره د مخالفت په وجه نیوکه کړې ده.
د خبر لمبر: 3492852 خپرونې تاریخ : 2026/06/01
ایکنا- د کربلا د سترې قرآني جایزې د پنځم پړاو د سیالیو د قاضیانو نوملړ اعلان شو، چې د دغو ۱۶ قاضیانو له ډلې څلور تنه د ایران مخکښ قرآني استادان دي.
د خبر لمبر: 3492851 خپرونې تاریخ : 2026/06/01
ایکنا-دا غونډه د هغو پرلهپسې پروګرامونو په دوام کې ترسره کېږي چې موخه ئې د حافظانو ترمینځ همغږي پیاوړې کول، د قرآني او انقلابي هویت پیاوړتیا او د حفظ قرآن د فعالانو د هڅو ستاینه ده.
د خبر لمبر: 3492850 خپرونې تاریخ : 2026/06/01
ایکنا- د «شهیدو فرښتو» په نوم هنري ننداره، چې د میناب د ۱۶۸ شهیدو واړو وادو زدهکوونکو پر مظلومیت متمرکزه وه، په انډونیشیا کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3492849 خپرونې تاریخ : 2026/05/31
ایکنا- د علوي مقدس آستان پلاوي د غدیر نیکمرغه اختر بیرغ د حضرت فاطمه معصومې (س) مقدس آستان او د قم ښار جمکران جومات ته ډالۍ کړ.
د خبر لمبر: 3492848 خپرونې تاریخ : 2026/05/31